د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 72.5 افغانی
1 یورو 78.27 افغانی
1 درهم 19.57 افغانی
1 تومان 0.820 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شپږو ناحیو له سیمه ایزو شوراګانو سره د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

14080.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې او د خپرونو او عامه پوهاوي ریاستونو له لوري د درېیمې، پنځمې، شپږمې، اوومې، دیارلسمې او څوارلسمې ناحیو له ګذر وکیلانو، عالمانو او ځوانانو سره د هوا او چاپېریال له ککړتیا څخه د مخنیوي په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د څوارلسمې ناحیې رئیس مولوي غلام محبوب عرفاني، د دیارلسمې ناحیې رئیس مولوي عبدالصمد عابد، د درېیمې ناحیې رئیس مفتي اختر محمد عثماني، د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین،په خپلو خبرو کې ښاریان د چاپېریال او هوا له ککړتیا سره ګډې مبارزې ته را وبلل او ټینګار یې وکړ چې، ښاریان باید له غیر معیاري او ډېر لوګي لرونکو سون توکو څخه ګټه پورته نه کړي او په همدې توګه د خپلو ودانیو د مرکز ګرمۍ سیسټم لپاره باید د لوګي د تصفیې فلټر نصب کړي؛ د دوی په وینا؛ له سرغړونکو سره قانوني چلند کیږي. ورته مهال د سیمه ایزو شوراګانو غړو له کابل ښاروالۍ سره په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه او ویې ویل چې، د چاپېریال او هوا پاک ساتل د ټولو ګډ مسئولیت دی او دوی چمتو دي ترڅو خپل ټولنیز او ښاري مکلفیتونه ادا کړي. په دې غونډه کې د عامه پوهاوي اړوند یو شمېر ویډیويي کلپونه هم نندارې ته وړاندې شول چې، د ګډونوالو د خوښې وړ وګرځېدل