د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 72.5 افغانی
1 یورو 78.27 افغانی
1 درهم 19.57 افغانی
1 تومان 0.820 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اوومې او شلمې ناحیو له سیمه ییزو شوراګانو سره د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

14121.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي او د ټولنیزو او ولسي چارو د همغږۍ ریاست له لوري د اوومې او شلمې ناحیو له ځوانانو، عالمانو او ګذر وکیلانو سره د ښاري پلانونو د پلي کېدو په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. د ولسي او ټولنیزو چارو د همغږۍ ریاست مرستیال سید عبدالعلي یاسین زي او د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین غونډې ته په خپل وار خبرې وکړې او د ښاري پلانونو د پلي کېدو په برخه کې یې د سیمه ییزو شوراګانو رول مهم وباله او د ښاري نظم، د عامه تاسیساتو د ساتنې، د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي او په نورو ښاري برخو کې یې له ګذر وکیلانو، ځوانانو او عالمانو څخه د مرستې غوښتنه وکړه. دغه راز د اوومې او شلمې ناحیو مسئولینو او اوسېدونکو د همکارۍ روحیې پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: ښاري اصولو او مقرراتو ته پام کول د ټولو ګډ مسئولیت دی او ژمنه یې وکړه چې، د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي، دپروژو په پلي کولو، او په جذب وړ سیمو کې د واروې زیرمه کولو په برخه کې به خپل مسئولیتونه په ښه توګه ادا کړي. د غونډې په پای کې د چاپېریال ساتنې اړوند یو شمېر ویډیويي کلپونه هم نندارې ته وړاندې شول چې د ګډونوالو د خوښې وړ وګرځېدل