د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي او د ټولنیزو او ولسي چارو د همغږۍ ریاستونو له لوري د لسمې، یولسمې، پنځلسمې او اوولسمې ناحیو له ګذر وکیلانو، ځوانانو او عالمانو سره د نويو ښاري پلانونو د پلي کېدو په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. د یولسمې ناحیې رئیس مولوي ذبیح الله نبي خیل، د ټولنیزو او ولسي چارو د همغږۍ ریاست مرستیال سید عبدالعلي یاسین زی، د پنځلسمې ناحیې مرستیال مولوي سراج الدین سعادتیار، د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین او د لسمې ناحیې کارکوونکی مولوي عبدالواحد توحیدي د غونډې له ویناوالو څخه وو چې، په خپلو خبرو کې یې د ښاري پلانونو د پلي کېدو، د عامه تاسیساتو د ساتنې، د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي او په نورو ټولنیزو برخو کې د ښاریانو رول مهم وباله او له دوی یې وغوښتل چې، په دې برخو کې مرسته وکړي. ورته مهال د سیمه ییزو شوراګانو غړو له کابل ښاروالۍ سره د مرستې ژمنه وکړه او ویې ویل چې، د تېر په پرتله اوس د مسئولینو او ښاریانو ترمنځ د همکارۍ روحیه پیاوړې شوې ده. د دوی په وینا؛ ښاري اصولو او مقرراتو ته درناوی ګډ مسئولیت دی. د غونډې په پای کې د عامه پوهاوي اړوند یو شمېر ویډیويي کلپونه هم نندارې ته وړاندې شول چې، د ګډونوالو د خوښې وړ وګرځېدل
د لسمې، یولسمې، پنځلسمې او اوولسمې ناحیو له سیمه ییزو شوراګانو سره د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه