د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 72.5 افغانی
1 یورو 78.27 افغانی
1 درهم 19.57 افغانی
1 تومان 0.820 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په نهمې، دولسمې، اتلسمې، نولسمې او یو ویشتمې ناحیو کې د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

14179.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې او د خپرونو او عامه پوهاوي ریاستونو له خوا د نهمې، دولسمې، اتلسمې، نولسمې او یو ویشتمې ناحیو له ګذر وکیلانو، ځوانانو او عالمانو سره د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د نولسمې ناحیې رئیس مولوي عبدالغفور فاتح، د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست مرستیال مفتي فضل الکریم احمد، د نهمې ناحیې مرستیال مولوي عبدالغفور غفوري او د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین په خپلو خبرو کې د هوا له ککړتیا سره په مبارزه کې د ښاریانو رول مهم وباله او ویې ویل: د هوا د ککړتیا اصلي لاملونه د بې کیفیته سون توکو کارول، د مرګز ګرمۍ سیستم لپاره د لوګي د تصفیې فلتر نشتون او لښتیو ته د فاضلاب لارو راګرځول دي.  دغو ویناوالو له ښاریانو غوښتنه وکړه چې، ټول باید د همکارۍ روحیې له مخې په دې برخه کې ګامونه پورته کړو. ورته مهال د یادو ناحیو د سیمه ییزو شوراګانو استازو د کابل ښاروالۍ له پلانونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او ټینګار یې وکړ چې، د هوا له ککړتیا سره د مبارزې په برخه کې باید ټول خپل ملي او اخلاقي مسئولیتونه ادا کړو. دوی ژمنه وکړه چې، د چاپېریالي ستونزو د حل په برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي ترڅو د ښاریانو روغتیا له ګواښ سره مخ نشي. د غونډې په پای کې د عامه پوهاوي اړوند یو شمېر ویډیويي کلپونه هم نندارې ته وړاندې شول چې، د ګډونوالو د خوښې وړ وګرځېدل