د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي او د ټولنیزو او ولسي چارو د همغږۍ ریاستونو له لوري د اتمې، دولسمې، یو ویشتمې او دوه ویشتمې ناحیو له ګذر وکیلانو، ځوانانو او عالمانو سره د ښاري پلانونو په پلي کېدو کې د همکارۍ کچې د لوړولو په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د ټولنیزو او ولسي چارو د همغږۍ ریاست مرستیال سید عبدالعلي یاسین زي، د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین او د دولسمې ناحیې کارکوونکی قاري نبی الله نبیل په خپلو خبرو کې ښاریان د ښاري پلانونو په پلي کولو کې همکارۍ ته وهڅول او ویې ویل: د پلانونو په پلي کولو کې د ښاریانو رول او مرسته رغنده مثبتې اغېزې لري او د آبادۍ په دې پړاو کې باید هر ښاري خپل ملي او دیني مسئولیت ادا کړي. یادو ویناوالو ټینګار وکړ چې، ټول ښاریان باید د تلپاتې ښاري نظم د رامنځته کولو، د عامه تاسیساتو د ساتنې، د هوا له ککړتیا سره د مبارزې، د اصلي او فرعي سړکونو د جوړلو او په نورو ټولنیزو برخو کې د کابل ښاروالۍ ملتیا وکړي. وروسته د یادو ناحیو ګذر وکیلانو، عالمانو او ځوانانو له کابل ښاروالۍ سره د مرستې ژمنه وکړه او د مسئولینو او ښاریانو ترمنځ یې په لا ډېرې همغږۍ ټینګار وکړ. د دوی په وینا د ښاري اصولو او مقرراتو مراعتول. د ټولو دنده ده ترڅو یو پاک او آباد ښار ولرو.
د ۸، ۱۲، ۲۱ او ۲۲ مې ناحیو له سیمه ییزو شوراګانو سره د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه