د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اتلسمې او نولسمې ناحیو له سیمه ییزو شوراګانو سره د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

14287.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د خپرونو او او عامه پوهاوي او د ولسي او ټولنیزو چارو د همغږۍ ریاستونو له خوا د اتلسمې او نولسمې ناحیو له عالمانو، ګذر وکیلانو او ځوانانو سره د ښاري پلانونو د پلي کولو په برخه کې د همکاریو د کچې د لوړولو په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د نولسمې ناحیې رئیس مولوي عبدالغفور فاتح، د ولسي او ټولنیزو چارو ریاست مرستیال سید عبدالعلي یاسین زي او د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین په خپلو خبرو کې وویل چې، د ښاري پلانونو په پلي کولو کې د ښاریانو رول مهم دی او زیاته یې کړه: کابل ښاروالي د اساسي اړتیاوو او ستونزو د پېژندلو پر بنسټ خپل پلانونه جوړوي او د پلي کولو په برخه کې یې ښاریان باید خپل ملي او دیني مسئولیت ادا کړي. ورته مهال د اتلسمې او نولسمې ناحیو عالمانو، ځوانانو او ګذر وکیلانو له کابل ښاروالۍ سره د مرستې ژمنه وکړه او ویې ویل: له کابل ښاروالۍ سره به د پلانونو د پلي کولو په برخه کې خپل مسئولیت ادا کوو ترڅو د یو هوسا، آباد او سمسور کابل ښار شاهدان و اوسو.