د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي او د ولسي او ټولنیزو چارو د همغږۍ ریاستونو له خوا د ښاري کلتور د ودې او د عامه تاسیساتو د ساتنې په اړه د عامه پوهاوي د غونډو پر دوام، دا ځل د نهمې او شپاړلسمې ناحیو له عالمانو، ګذر وکیلانو او ځوانانو سره د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د نهمې ناحیې مرستیال مولوي عبدالغفور غفوري، د شپاړلسمې ناحیې مرستیال مولوي احمدالله حقاني، د ولسي او ټولنیزو چارو د همغږۍ ریاست مرستیال سید عبدالعلي یاسین زي او د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین هر یو په خپل وار خبرې وکړې او د یادې ناحیې اوسېدونکي یې د سیمو پاک ساتلو، د زرغونو سیمو پراختیا، د هوا له ککړتیا سره مبارزې، د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو، له سړکونو د سمې ګټې اخیستنې او نورو ټولنیزو برخو ته وهڅول او ویې ویل: کابل ښاروالۍ د اړتیاوو او د ستونزو پېژندلو په اساس خپل پلانونه جوړوي او په پلي کېدو کې یې له ښاریانو د مرستې غوښتنه کوي. دغه راز د یادو ناحیو یو شمېر عالمانو، ګذر وکیلانو او ځوانانو د کابل ښاروالۍ د مسئولینو له کړنو خوښي وښوده او ویې ویل چې، د ښاري کلتور د ودي، او د ښاري اصولو او مقرراتو په برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره مرسته کوي ترڅو کابل ښار په یوه هوسا، آباد او قانونمند ښار بدل شي.
د نهمې او شپاړلسمې ناحیو له سیمه ییزو شوراګانو سره د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه