د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په اوومه ناحیه کې تنظیفي حشر ترسره شو

14393.jpg (1820 × 1024)

د ښار د پاکۍ او نظافت ساتلو په موخه د اوومې ناحیې د مسئولانو او ښاریانو په ګډون د یادې ناحیې په اړوند سیمو کې تنظیفي حشر ترسره شو چې، په پایله کې یې یو شمېر تیت شوي کثافات راټول او له ښاره د باندې ولېږدول شول. د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین له ګډونوالو څخه د مننې ترڅنګ وویل: د ښاري سیمو په ځانګړې توګه د لښتیو پاک ساتلو ته باید ټول پام وکړو ترڅو د اورښتونو پرمهال د اوبو د مسیر بندېدو شاهدان و نه اوسو. نوموړي زیاته کړه چې، د اوسېدو سیمې د پاک ساتلو په برخه کې ټول ملي او اخلاقي دنده لرو او باید د خپلو کوڅو او ښار نظافت ته پام وکړو؛ ځکه دا یوازې د کابل ښاروالۍ د نارنجي اغوستونکو دنده نه ده. ورته مهال د یاد حشر ګډونوالو له کابل ښاروالۍ سره د همکارۍ ژمنه وکړه او ویې ویل: د ښار پاک ساتل د ټولو مسئولیت دی چې، د قوي روحیې له مخې به په دې برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته کوي.