د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 72.5 افغانی
1 یورو 78.27 افغانی
1 درهم 19.57 افغانی
1 تومان 0.820 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د څوارلسمې ناحیې له سیمه ییزو شوراګانو سره د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

14407.jpg (1820 × 1024)د ښاري کلتور د دودولو په اړه د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي او د ولسي او ټولنیزو چارو د همغږۍ ریاستونو له لوري د څوارلسمې ناحیې اړوند د پغمان سیمې له ګذر وکیلانو، عالمانو او ځوانانو سره د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د څوارلسمې ناحیې رئیس مولوي غلام محبوب عرفاني، د ولسي او ټولنیزو چارو د همغږۍ ریاست مرستیال سید عبدالعلي یاسین زي، او د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي مدیر محمود واحدي د خپلو خبرو په ترڅ کې د یادې ناحیې اوسېدونکي له ښاري تاسیساتو څخه سمې ګټې اخیستنې، د ښار پاکوالي، د هوا له ککړتیا څخه مخنیوي او د زرغونو سیمو پراختیا ته وهڅول او ویې ویل: د ښاریانو له مرستې پرته کابل ښاروالي په یوازې توګه نشي کولای خپل پلانونه په سمه توګه پلي کړي، که چېرې ښاریان خپل مسئولیتونه په ښه توګه ادا کړي ډېر ژر به کابل په یوه پاک، ښایسته او آباد ښار بدل شي. ورته مهال د یادې ناحیې یو شمېر عالمانو، ځوانانو او ګذر وکیلانو د خپلو ښاري ستونزو د شریکولو سربېره، د کابل ښاروالۍ له پلانونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او ټینګار یې وکړ چې، ټول ښاریان باید له کابل ښاروالۍ سره د ښاري پلانونو د پلي کولو په برخه کې مرسته وکړي.