د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښاري فرهنګ د دودولو په موخه یو شمېر کتابونه، بروشورونه، مجلې او تکه يي کڅوړې ووېشل شوې

14555.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له خوا د ښاري کلتور د دودولو په موخه یو شمېر کتابونه، بروشورونه، مجلې، نور چاپي مواد او تکه يي کڅوړې په وړیا توګه په ښاریانو ووېشل شوې. د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي رئیس قاري واسع الله زاهد وویل چې، د دې برنامو له لارې به شاوخوا (۲۴۰۰۰) جلده د عامه پوهاوي بیلا بیل کتابونه، زرګونه برشورونه او مجلې د ښاري فرهنګ د ودې او ښاري مدیریت ته د ښاریانو د متوجې کولو په موخه توزیع کړي، ترڅو د ښار په وړاندې د ښاریانو د مسئولیت منلو احساس پياوړی شي، او همد راز د دې چاپي موادو له لارې له قوانینو او مقرراتو او د کابل ښاروالۍ له مسئولیتونو او فعالیتونو خبر شي. په دې برنامه کې ښاریانو ته د تکه يي کڅوړو د ویش ترڅنګ دپلاستیکي کڅوړو د زیانونو په اړه معلومات ورکړل شول او دوی ته سپارښتنه وشوه چې، له پلاستیکي کڅوړو ډېره ګټه اخیستنه د انسان روغتیا او چاپېریال ته زیان رسوي. هغه ښاریانو چې، د دې برنامې له لارې یې چاپي مواد، مجلې او بروشورونه ترلاسه کړل ژمنه یې وکړه چې، له کابل ښاروالۍ سره به په هره برخه کې همکار و اوسي، د پلاستیکي کڅوړو پر ځای به له تکه يي کڅوړو کار اخلي او د ښاري تاسیساتو ساتنې ته پاملرنه کوي.