د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 72.5 افغانی
1 یورو 78.27 افغانی
1 درهم 19.57 افغانی
1 تومان 0.820 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شېر دروازې غره اړوند زرغون کمربند کې سلګونه نیالګي کېنول شول

14725.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښار د ښکلا او زرغونتیا په موخه، د کابل ښاروالۍ د مسئولینو او سیمه ییزو شوراګانو له خوا د لومړۍ ناحیې اړوند د شېردروازې غره په زرغون کمربند کې سلګونه د ارغوان او لمنځې نیالګي کېنول شول. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست فني مرستیال سراج الدین پټان وویل: دغه نیالګي به په معیاري توګه خړوب او په دوامداره توګه به یې ساتنه وشي ترڅو یاده سیمه په یوه ښکلې او زرغونه سیمه بدله شي. نوموړي زیاته کړه، په دې سیمه کې ۲۵ زره ونې شته دي چې، په راتلونکې کې به دا شمېره نوره هم لوړه شي. دغه راز د لومړۍ ناحیې مرستیال مولوي شمس الدین الهام په خپلو خبرو کې وویل: د نیالګیو کېنول جاري صدقه ده چې، د انسان په ژوند کې ځانګړی ارزښت لري او د ونو ډیروالی د موسمي بارانونو د اورېدو لامل ګرځي او د هوا په تصفیه کولو کې مرسته کوي. د یادونې وړ ده چې، د شېردروازې غره ونې او زرغونې سیمې د اوبو د یوې زېرمې، د خړوبولو د قطره يي سیسټم او واټر پمپ په وسیله خړوبېږي.