د شپږمې ناحیې اړوند له پُل سرخ څخه تر علاءالدین درې لارې پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو او پراختیا په اړه د یاد سړک په اوږدو کې میشتو ښاریانو ته پوهاوی ورکړل شو او له دوی وغوښتل شول چې، د سړک جوړونې د دې مهمې پروژې په پلي کېدو کې همکار و اوسي. د شپږمې ناحیې رئیس مولوي عبدالخالق بدر د استملاکي ملکیتونو مالکانو ته د یاد سړک اهمیت بیان کړ او ویې ویل: د خپلو سندونو د پړاونو ترسره کولو په موخه دې کابل ښاروالۍ ته مراجعه وکړي او د پروژې پر وړاندې د پرتو خنډونو د پاکولو په برخه دې کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین او د استملاک ریاست کارکوونکي انجنیر طاهر احمدي په خپلو خبرو کې وویل: د دې سړک په جوړېدو سره به د کارته سه او ورڅېرمه سیمو اوسېدونکو ته ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي. د دوی په وینا؛ د دې سړک په اوږدو کې (۱۱۰) ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د استملاک قانون له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي. دغه سړک د کابل ښاروالۍ د ښاري زېربناوو ریاست له خوا د طرحه شوي ډیزاین له مخې، (۱۹۳۰) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري چې، د روان کال په بهیر کې به په اساسي توګه جوړ شي
له پُل سرخ څخه تر علاءالدین درې لارې پورې د سړک د جوړولو او پراختیا په اړه پوهاوی ورکړل شو