د درېیمې ناحیې اړوند د شه-ید له څلورلارې څخه د پوهنتون تر وروستي تمځای او پر دوام یې د سیلو تر عمومي سړک پورې د سړک په اوږدو کې میشتو اوسیدونکو ته چې، ملکیتونه یې د یاد سړک د جوړولو او پراختیا په موخه استملاک شوي، پوهاوی ورکړل شو ترڅو د دې مهم سړک د جوړولو پروژې په پلي کولو کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. د درېيمې ناحيې مرستيال مفتي اختر محمد عثماني، د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد ياسين امين او د استملاک رياست کارکوونکي انجنير ذبيح الله عادل هر يو د دغه سړک د اهميت په اړه خبرې وکړې او ویې ويل: د یاد سړک په اوږدو کې د استملاک شویو ملکیتونو مالکان دې د خپلو قانوني سندونو د اداري پړاونو د ترسره کولو په موخه، کابل ښاروالۍ ته ورشي او دیادې پروژې پر وړاندې دې د پرتو خنډونو په پاکولو کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. د دغه سړک په جوړیدو سره د سیمې اوسیدونکو ته د آسانتیاوو د برابرولو ترڅنګ، ټولو ښاریانو ته چې، له دې لارې څخه د ښار نورو سیمو ته تګ راتګ کوي ځانګړی اهمیت لري. دغه سړک چې، د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست له خوا طرحه او ډیزاین شوی، (۱۸۸۵) متره اوږدوالی (۴۰) او (۲۰ ) متره سور لري، په روان کال کې به په معیاري او اساسي ډول جوړ شي. د دغه سړک په اوږدو کې (۷۲) ملکیتونه استملاک شوي چې مالکانو ته به یې د استملاک قانون له مخې بدیل حقوق ورکړل شي
د شه-ید له څلورلارې څخه د سیلو تر عمومي سړک پورې د سړک د جوړولو او پراختیا په اړه پوهاوی ورکړل شو