د کابل ښاروالۍ له خوا د آسمايي واټ دواړو خواوو ته د ملکیتونو مالکانو او هټیوالو ته د دویمې ناحیې اړوند د زیر زمینۍ له څلورلارې( فرهنګ څلورلارې) څخه تر شاه دو شمشېره درې لارې پورې د سړک د جوړولو او پراختیا په اړه پوهاوی ورکړل شو او له دوی وغوښتل شول چې، د سړک جوړونې ددې مهمې پروژې په پلي کولو کې مرسته وکړي. د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین، د استملاک ریاست استازی انجنیر وحیدالله مومند او د دویمې ناحیې د ښاري پراختیا آمر انجنیر ظهورشاه هر یوه په خپلو خبرو کې د یاد سړک د اهمیت په اړه چې، د ښار په مرکزي او ګڼه ګوڼه لرونکې سیمه کې موقعیت لري معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: د یاد سړک په اوږدو کې د استملاکي ملکیتونو مالکان باید هرڅه ژر د خپلو قانوني سندونو د اداري پړاونو ترسره کولو په موخه، کابل ښاروالۍ ته مراجعه وکړي او د خنډونو د پاکولو په برخه کې دې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. په همدې توګه هټیوالو او د ملکیتونو مالکانو ته سپارښتنه وشوه چې خپلې معاملې تصفیه کړي ترڅو په راتلونکې کې له ستونزو سره مخ نه شي. د ښار په مرکزي برخه کې د دې سړک جوړېدل، د سیمو د اقتصادي ودې او ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو په رامنځته کولو کې ځانګړی اهمیت لري. د دې سړک په اوږدو کې (۷۵) ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د استملاک قانون له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي. د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناو ریاست د ډیزاین له مخې د آسمايي سړک (۶۰۰) متره اوږدوالی او (۴۵) متره سور لري چې، د عملي چارو د پیل په اړه به یې د روان کال په بهیر کې اقدام وشي
د ده افغانان د زیر زمینۍ له څلورلارې څخه تر شاه دو شمشېره درې لارې پورې د سړک د جوړولو او پراختیا په اړه پوهاوی ورکړل شو