الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ونو او زرغونو سیمو د خړوبولو په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

15018.jpg (1820 × 1024)

د لومړۍ ناحیې له اوسېدونکو سره د ونو او زرغونو سیمو د خړوبولو او تر ځمکه لاندې خوږو اوبو د سپما په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. په غونډه کې د لومړۍ ناحیې مرستیال مولوي شمس الدین الهام، د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین او د ولسي او ټولنیزو چارو د همغږۍ ریاست استازی مولوي حمد الله حقاني په خپلو خبرو کې د ونو او زرغونو سیمو پر خړوبولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې، د همکارۍ دپیاوړې روحیې له مخې کولای شو د ښار په کچه د زرغونو سیمو وضعیت لا ښه کړو. ورته مهال د لومړۍ ناحیې اوسېدونکو د ونو او زرغونو سیمو د اهمیت بیانولو سربېره وویل چې، د ښاریانو  په مرسته او له اړوندو ادارو سره په همغږۍ کولای شو د ونو او زرغونو سیمو د خړوبولو، د ښار د پاکوالي او د اوبو په سپما کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړو