د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د مکروریانو له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې د سړک د دویمې برخې د جوړولو په اړه پوهاوی ورکړل شو

15063.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا د مکروریانو له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې د سړک جوړولو پروژې د پلي کېدو په موخه، د یاد سړک په اوږدو کې میشتو اوسېدونکو ته پوهاوی ورکړل شو او له دوی وغوښتل شول چې، د دې پروژه په پلي کېدو کې مرسته وکړي. په دې غونډه کې د نولسمې ناحیې رئیس مولوي عبدالغفور فاتح، د خپرونو او عامه پوهاي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین او د استملاک ریاست استازي انجنیر ذبیح الله عادل په خپل وار د یادې پروژې په اهمیت خبرې وکړې او یاد سړک یې د ګڼه ګوڼې د کمښت په برخه کې مهم وباله. وینا والو له هغه ښاریانو څخه چې، د یاد سړک په اوږدو کې میشت دي وغوښتل ترڅو هرڅه ژر د خپلو قانوني سندونو د اداري پړاونو ترسره کولو په موخه، کابل ښاروالۍ ته مراجعه وکړي او د خنډونو د پاکولو په برخه کې دې مرسته وکړي. د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناو ریاست د ډیزاین له مخې، له پکتیا کوټ څخه تر تنګي  غارو پورې د یاد سړک دویمه برخه  چې، (۱۰۲۵۰) متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري، ډېر ژر به یې د جوړولو عملي چارې پیل شي. دغه سړک  چې د کابل ښار د ختیځ زون له اقتصادي دهلیزونو څخه شمېرل کېږي، په جوړېدو سره به یې ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي. پاتې دې نه وي چې، د یاد سړک په اوږدو کې (۲۵۹) ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د استملاک قانون له مخې به یې مالکانو ته  بدیل حقونه ورکړل شي