د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښار د لوېدیځ زون په ناحیو کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

15165.jpg (1820 × 1024)

د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمان د پلي کېدو په موخه، د کابل ښار د لوېدیځ زون په ناحیو کې له ناوړه دودونو څخه د مخنیوي په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې چې، د پنځمې، شپږمې، دیارلسمې او څوارلسمې ناحیو یو شمیر مشرانو، عالمانو او ځوانانو ګډون کړی ؤ؛ ویناوالو د ناوړه دودونو په ځانګړې توګه په ودونو ، فاتحې ویلو او د حج او عمرې په مراسمو کې د ناوړه رواجونو د پایلو په اړه بحث او خبرې وکړې. ویناوالو په خپلو خبرو کې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمان په پلي کېدو ټینګار وکړ او ویې ویل چې، ټولنیز مناسبتونه باید د اسلامي او کلتوري ارزښتونو مطابق ترسره او له بې ځایه لګښت څخه دې ډډه وشي. د دوی په اند د ساده ژوند اصل ته راګرځېدل د ټولنې د دیني او ټولنیزو ارزښتونو د ساتلو په برخه کې یو مهم ګام دی. دغه راز ویناوالو د ناوړه دودونو په لمنځه وړلو کې د مخورو شخصیتونو، عالمانو او ځوانانو رول مهم وباله او د ټولنې له هر غړي او هرې برخې یې غوښتنه وکړه چې، دې موخې ته د رسېدو په برخه کې هر اړخیزه مرسته وکړي. یادو مسئولینو ژمنه وکړه چې، د خلکو د پوهاوي کچې د لوړولو په موخه به دا ډول نورې غونډې هم ترسره کړي ترڅو ښاریان په خپلو مناسبتونو کې دیني او کلتوري ارزښتونه په پام کې ونیسي