د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د یوولسمې ناحیې اړوند سیمو کې د غږیزې ککړتیا د کمښت او مخنیوي په اړه پوهاوی ورکړل شو

15202.jpg (1820 × 1024)

دخپرونو او عامه پوهاوي ریاست او د  یوولسمې ناحیې د مسؤلینو له لوري د دې ناحیې په اړوند سیمو کې د معدني اوبو او آیسکریم پلورونکو ته د غږیزې ککړتیا د مخنیوي او کمښت په اړه پوهاوی ورکړل شو او ټینګار وشو چې، غږیزه ککړتیا منفي پایلې لري او د توکو د پلورلو لپاره دې له لوډسپیکر څخه کار نه اخلي او پر ځای دې یې بدیله لار وټاکي. دوی ته سپارښتنه وشوه چې، د سرغړونې لیدلو په صورت کې یې لوډسپیکرونه ټولېږي چې، بیا د شکایت حق نه لري. کابل ښاروالۍ ټولو فعالیت کوونکو په ځانګړي توګه د معدني اوبو، آیسکریم، ترکاري او د لاسي توکو پلورونکو ته یو ځل بیا په ټینګار سره خبر ورکوي چې، په ښار کې د غږیزې ککړتیا لامل نه شي. د یادونې وړ ده چې، مخکې د ایسکریم او معدني اوبو د تولیدي شرکتونو له ټولنو سره همغږي شوې ده ترڅو د لوډسپیکر پر ځای له نورو بدیلو لارو څخه ګټه پورته کړي چې، په پایله کې یې یو شمېر پلورونکو خپل فعالیتونه اصلاح کړي دي خو یو شمېر نورو لا هم سرغړونه درلوده چې، د کابل ښاروالۍ له لوري به دا موضوع وڅېړل شي