د ناوړه دودونو د مخنیوي په اړه د امیرالمؤمنین حفظهالله د فرمان پلي کېدو په موخه، په لومړۍ، درېیمه، اوومه او شلمه ناحیو کې د عامه پوهاوي برنامه ترسره شوه. په دې برنامه کې چې د کابل ښاروالۍ مسئولینو، د عالمانو شورا غړو، ګذر وکیلانو او ځوانانو ګډون کړی ؤ، ویناوالو په خپلو خبرو کې د نامناسبو دودونو په ځانګړې توګه د ودونو، فاتحې ویلو او د حج او عمرې په مراسمو کې د ناوړه دودونو د پایلو په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې، په یادو مراسمو کې دې د امیرالمؤمنین حفظهالله د فرمان په پلي کولو سره اصلاحات راوستل شي. ګډونوالو د ټولنې د مذهبي او ټولنیزو بنسټونو د پیاوړتیا په موخه، له ټولو ښاریانو د مرستې غوښتنه وکړه او سپارښتنه یې وکړه چې، په ټولنیزو مناسبتونو کې باید اسلامي اصولو او افغاني اصیل کلتور ارزښتونو ته پام وشي ترڅو په ټولنه کې ناوړه دودونه له منځه یوړل شي. په همدې توګه ګډونوالو ته سپارښتنه وشوه چې، له اسلامي شریعت سره په ټکر کې ناوړه دودونه تعقیب او څېړل کېږي
په بېلابېلو ناحیو کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په اړه د عامه پوهاوي برنامه ترسره شوه