الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د څلورو ناحیو له سیمه ییزو شوراګانو سره له ناوړه دودونو څخه د مخنیوي په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

15359.jpg (1820 × 1024)

د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمان د پلي کولو په موخه، د عامه پوهاوي د غونډو پر دوام دا ځل د اتمې، دولسمې، یو ویشتمې او دوه ویشتمې ناحیو له سیمه ییزو شوراګانو سره د ناوړدو دودونو څخه د مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې چې د کابل ښاروالۍ مسئولینو، د سیمې مشرانو، د عالمانو شورا غړو، ګذر وکیلانو او ځوانانو ګډون کړی ؤ، په یو شمېر مناسبتونو په ځانګړې توګه د حج او عمرې، واده او فاتحې ویلو په مراسمو کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په اړه بحث او خبرې وشوې. د غونډې ګډونوالو د نا مناسبو دودونو په اصلاح ټینګار وکړ او په ټولنه کې یې د دیني او ټولنیزو ارزښتونو په ټینګښت کې له ښاریانو څخه د مرستې غوښتنه وکړه. همدا راز په دې غونډه کې د اسلام د مبین دین د احکامو په رعایتولو او د غیر ضروري لګښتونو په مخنیوي هم ټینګار وشو او ویناوالو وویل چې، په دې برخه کې دې دوامداره څارنې ترسره شي. د یادونې وړ ده چې، د غونډو دا لړۍ تر دې وړاندې هم په نورو ناحیو کې ترسره شوې ده چې، د ښاریانو له  تاوده هرکلي سره مل وه