الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په لسمه ناحیه کې د غږیزې ککړتیا د کمښت او مخنیوي په اړه پوهاوی ورکړل شو

15534.jpg (1820 × 1024)

د غږیزې ککړتیا د کمښت او مخنیوي په موخه، د لسمې ناحیې اړوند سیمو کې د معدني اوبو او آیسکریم پلورنکو ته پوهاوی ورکړل شو. دغو پلورونکو ته ګوت څنډنه وشوه چې، له لوډسپیکر څخه په ګټه اخیستلو دې د غږیزې ککړتیا د رامنځته کېدو لامل نشي او له نورو بدیلو لارو څخه دې ګټه پورته کړي، ځکه غږیزه ککړتیا د انسان په روغتیا ناوړه اغیزې کوي. همد راز پر فعالیت کوونکو ټینګار وشو چې، د سرغړونې په صورت کې یې لوډسپیکرونه را ټولېږي چې، بیا د شکایت حق نه لري. د یادونې وړ ده چې، تر دې وړاندې هم د آیسکریم او معدني اوبو له تولیدي شرکتونو سره همغږي شوې ده ترڅو د لوډسپیکرونو پر ځای له نورو بدیلو لارو د خپلو توکو د پلورلو لپاره کار واخلي . که څه هم یو شمېر سرغړونکو اوس له دې کار څخه ډډه کړې ده، خو بیا هم په دې برخه کې سرغړونې شته دي چې، د کابل ښاروالۍ د مسئولینو له خوا په دوامداره توګه څارل کېږي او له سرغړونکو سره قانوني چلند کېږي.