الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د اتلسمې ناحیې اړوند سیمو کې د غږيزې ککړتيا د کمښت او مخنيوي په موخه، پوهاوی ورکړل شو

15946.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له خوا د اتلسمې ناحیې اړوند سیمو کې د معدني اوبو او آیسکریم پلورونکو، هټیوالو او ګرځنده پلورونکو ته د غږیزې ککړتیا د مخنیوي او کمښت په اړه پوهاوی ورکړل شو. په دې برنامه کې پر فعالیت کوونکو ټینګار وشو چې، غږیزه ککړتیا ناوړه پایلې لري، اړتیا ده چې د خپلو فعالیتونو پر مهال له لوډسپیکرونو څخه کار وانخلي او بدیلې لارې دې ورته پیدا کړي. د غه راز دوی ته ګوت څنډنه وشوه چې، د سرغړونې په صورت کې یې لوډسپیکرونه راټولېږي او بیا د شکایت حق نه لري. د یادونې وړ ده چې، ښاري ژوند د یو لړ اصولو او مقرراتو په رعایت کولو پورې اړه لري، چې په پام کې نیولو سره به یې عامه هوساینه تضمین شي