الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د یوولسمې ناحیې اړوند رستورانتونو ته د هېواد له تازه میوو څخه د ګټې اخیستنې په اړه پوهاوی وکړل شو

 16171.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له خوا او د یولسمې ناحیې د مسئولینو په مرسته، د یادې ناحیې اړوند رستورانتونو ته د هېواد له تازه میوو څخه د ګټې اخیستنې په اړه پوهاوی ورکړل شو او له دوی وغوښتل شول چې، د وارداتي میوو پر ځای د خپل هېواد له تازه میوو څخه ګټه واخلي. له دې برنامې څخه موخه، د خپل هېواد د میوو مصرف ته د رستورانتونو او هوټل لرونکو هڅول، له کورنیو تولیداتو څخه ملاتړ او د ملي اقتصاد پیاوړتیا ده. د کابل ښاروالۍ له خوا د عامه پوهاوی د برنامو له ترسره کولو او خبرتیاوو وروسته، اوس د کابل ښار په ډېری رستورانتونو کې د هېواد له تازه میوو څخه ګټه اخیستل کېږي چې، دغه کار  د بزګرانو او بڼوالو د هڅونې لاملګرځېدلی ده. د یادې برنامې په لړ کې ټینګار وشو چې، له رستورانتونو او هوټلونو څخه څارنې دوام لري او د سرغړونې په صورت کې به سرغړونکي له قانوني چلند سره مخ شي. د رستورانتونو او هوټلونو فعالیت کوونکي مکلف دي چې، ښاري اصول او د کابل ښاروالۍ نور مقررات په پام کې ونیسي. ورته مهال یو شمېر فعالیت کوونکو د کابل ښاروالۍ له دا برنامو څخه خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې، له بزګرانو او کرنیزو تولیداتونو څخه د ملاتړ په موخه به د هېواد له تازه  میوو څخه ګټه اخلي