الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل- جلال آباد او کابل- پروان سړک ترمنځ د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو په اړه پوهاوی ورکړل شو

16235.jpg (1820 × 1024)

 شو.  په دې ناسته کې د نولسمې ناحیې رئیس مولوي عبدالغفور فاتح، د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین او د استملاک ریاست کارکوونکي انجنیر مولودین نېکزاد د یاد سړک د اهمیت په اړه معلومات وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ چې، د دې سړک په جوړېدو سره به د یادو ناحیو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي. ورته مهال ویناوالو د استملاکي ملکیتونو له مالکانو وغوښتل چې، هرڅه ژر د خپلو ملکیتونو د اسنادو د پړاوونو ترسره کولو په موخه کابل ښاروالۍ ته مراجعه وکړي او د خنډونو د پاکولو په برخه کې له دې ادارې سره همکار و اوسي. د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست د ډیزاین له مخې دا سړک ۳۳۳۰ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري. همدا راز د دې سړک په اوږدو کې ۱۰۶ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د قانون له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي. د دې پروژې په پلي کېدو سره به د نهمې، اتلسمې او نولسمې ناحیو اوسېدونکو ته ګڼې آسانتیاوې رامنځته، د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره او د کابل د ختیځ او شمال ختیځ زون ترافیکي بهیر به ووېشل شي