الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د هوايي بلاکونو له سړک څخه تر سردار محمد داود خان روغتون پورې د نوي سړک په اړه پوهاوی ورکړل شو

 16281.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست او د لسمې ناحیې د مسئولانو له لوري د هوايي بلاکونو له سړک څخه د سردارد محمد داود خان تر روغتون او پر دوام یې د هوايي ډګر تر سړک پورې د نوي سړک په اړه د سیمې اوسېدونکو ته پوهاوی ورکړل شو. د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین د سړکونو د اهمیت په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې، سړکونه د ښارونو سوداګریز رګونه بلل کېږي او په جوړېدو سره یې ښاریان ترانسپورتي او ټولنیزو آسانتیاوو ته لاس رسی پیدا کوي. د نوموړي په وینا؛ کابل ښاروالۍ همدا مهال د ښار په کچه د سړک جوړونې ګڼ شمېر پروژې تر لاس لاندې چې، د پلي کېدو په برخه کې یې د سیمې د اوسېدونکو همکاري حتمي او ضروري بلل کېږي. ورته مهال د لسمې ناحیې رئیس مولوي نورالوهاب نوري د استملاکي ملکیتونو له مالکانو وغوښتل چې، هرڅه ژر د خپلو سندونو د پړاوونو ترسره کولو په موخه کابل ښاروالۍ ته مراجعه وکړي او د خنډونو د پاکولو په برخه کې له دې ادارې سره همکار و اوسي. د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست د ډیزاین له مخې دا سړک ۱۲۴۰ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري. همدا راز د دې سړک په اوږدو کې یو شمېر ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د قانون له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي. د سیمې اوسېدونکو ژمنه وکړه چې، نه یوازې د دې مهمې پروژې بلکې د کابل ښاروالۍ له لوري د ښاري پلانونو په پلي کېدو کې به همکار و اوسي. د دې سړک په جوړېدو سره به د لسمې ناحیې اوسېدونکو ته ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي