الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د شپاړلسمې ناحیې اړوند سیمو کې موټر مینځونکو ته پوهاوی ورکړل شو

 16426.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له خوا د عامه پوهاوي د برنامو پر دوام، دا ځل د شپاړلسمې ناحیې اړوند سیمو کې موټر مینځونکو ته له اوبو څخه د سمې ګټې اخیستنې او د چاپېریال د پاک ساتلو په اړه پوهاوی ورکړل شو. په دې برنامه کې د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست او د شپاړلسمې ناحیې د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې مدیریت له خوا د چاپېریال د پاک ساتلو، د اوبو له سرچینو څخه د سمې ګټې اخیستنې، د اوبو د سپما، د جذبي څاه ګانو د کېندلو، د فاضلاب لپاره د تصفیې سیستم د نصبولو او د فعالیت د رسمي جواز د اخیستلو په اړه معلومات ورکړل شول. همدا راز موټر مینځونکو ته سپارښتنه وشوه چې، خپل فعالیتونه د ښاري اصولو او مقرراتو مطابق تنظیم کړي؛ له دې پرته به یې فعالیتونه وځنډول شي. د یادونې وړ ده چې، د ښار په کچه په بېلابېلو ناحیو کې د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له خوا د ښاري موضوعاتو په اړه د عامه پوهاوي برنامې دوام لري