الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د یو شمېر ناحیو له اوسېدونکو سره د ښاري پلانونو په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

16465.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له خوا د کابل ښار د مرکزي زون اړوند ناحیو له اوسېدونکو سره د ښاري پلانونو په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. په دې غوڼده کې چې، د کابل ښاروالۍ د مطبوعاتي چارو سلاکار نعمت الله بارکزي، د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي رئیس قاري واسع الله زاهد، د ولسي او ټولنیزو چارو د هغږۍ رئیس قاري انعام الله قاضي زاده، ، ګذر وکیلانو، دیني عالمانو او ځوانانو ګډون کړی ؤ، په GIS سیستم کې د سړکونو شبکې د اصلاحي او د ناحیو د زونینګ پلانونو په اړه  دغونډې له ګډونوالو سره هر اړخیز معلومات شریک شول. د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین وویل: د ښاري پلانونو په اړه د خلکو د عامه پوهاوي د کچې لوړول یوه جدي اړتیا ده. وروسته د دې غوڼډې ګډونوالو د دا ډول برنامو جوړېدل ګټور وبلل او له کابل ښاروالۍ سره یې د ښاري پلانونو د پلي کېدو په برخه کې د هر راز مرستې ژمنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې، د سړکونو شبکې اصلاحي پلان په دې وروستیو کې د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست له خوا جوړ او د ا.ا.ا د مشرتابه له لوري منظور شوی او عملاً د پلی کېدو وړ دی.