الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښار د څلورو ناحیو له اوسېدونکو سره د ښاري پلانونو په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

 16490.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له لوري د پنځمې، دیارلسمې، څوارلسمې او شپاړلسمې ناحیو له اوسېدونکو سره د ښاري پلانونو په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه.په دې غونډه کې د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو سلاکار نعمت الله بارکزي، د ولسي او ټولنیزو چارو د همغږۍ رئیس قاري انعام الله قاضي زاده او د دوه ویشت ګونو ناحیو د ګذر وکیلانو شورا رئیس حاجي احمد شاه الکوزي په خپل وار خبرې وکړې.ویناوالو په خپلو خبرو کې وویل چې، ښاري پلانونه د کابل ښار معیاري او تلپاتې پراختیا ته زمینه برابروي. د دوی په وینا؛ د سړکونو شبکو د اصلاحي پلان ترڅنګ د یو شمېر ناحیو زونینګ پلانونه هم د کابل ښاروالۍ په ویب پاڼه کې ځای پر ځای شوي دي ترڅو ښاریان وکولای شي په آسانه توګه د خپل ملکیت د موقعیت او شرایطو په اړه معلومات ترلاسه کړي.ورته مهال د کابل ښاروالۍ د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د سیسټم جوړونې آمر بشیر احمد مبشر د پلانونو له آن لاین سیسټم څخه د ګټې اخیستنې د څرنګوالي په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.ګډونوالو دا ډول غونډې ګټورې وبللې او ژمنه یې وکړه چې، د ښاري پلانونو د پلي کېدو په برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي