درنو ښاریانو! لکه څنګه چې پوهیږي سیندونه د پاکوالي او روحي سکون نښې دي.نن ورځ چې کابل سیند کې اوبه راغلي او ناولتیا یې له ځان سره وړي نو راځي چې په سیند کې د ناولتیاوو له اچولو ډډه وکړو او د ښار ښکلا ته پاملرنه وکړو. کابل سیند چې پخوا د کابل له سترو ارزښت لرونکو طبیعي سرچینو څخه ګڼل کیده، په دي وروستیو کلونو کې د وچکالۍ له امله د اوبو له کموالي سره مخ دي، خو بیا هم هرکال د نوي کال پيل سره سم د هوا په تودیدو، واورو اوبه کیدواو پسرلني بارانونو وریدو له امله پکې اوبه راځي او سږکال هم د الله پاک په رحم ډيري واوري او بارانونه وریدلي، چې کابل سیند کې به اوبه ډیري وي. نو په دي خاطر له تاسو ټولو کابل درنو ښاریانو څخه هیله کیږي، چې په کابل سیند کې د ناولتیاوو له اچولو په کلکه ډډه وکړئ، ترڅو له یوي خوا د ښاري اوسیدونکي په توګه خپل مسولیت ترسره، او له بله خوا د سیند اوبه پاکي شي او د ښار په ښکلا کې ډیروالي راشي.
د کابل سیند په هکله د کابل ښاروال پیغام