الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د څلورو ناحیو اوسېدونکو ته د ښاري پلانونو په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

 16580.jpg (1820 × 1024)

د سړکونو شبکې د اصلاحي او زونینګ پلانونو په اړه د ښاریانو د پوهې د کچې لوړولو په موخه، د اوومې، دولسمې، شلمې او دوه ویشتمې ناحیې اوسېدونکو ته د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د ټولنیزو او ولسي چارو د همغږۍ ریاست مرستیال سید عبدالعلي یاسین زي او د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین د ښاري پلانونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: په دې پلانونو کې د کابل ښار د معیاري ودې، منظمې او تلپاتې پراختیا لرلید په ښه توګه تشریح شوی دی.  دوی زیاته کړه چې، د کابل ښاروالۍ نوي پلانونه په دې وروستیو کې د اطلاعاتو په جغرافیايي سیستم کې ځای پر ځای شوي دي، څو ښاریان وکولای شي په آسانۍ سره د اړتیا وړ موقعیت د شرایطو او مشخصاتو په اړه معلومات ترلاسه کړي. ورته مهال د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست کارپوه ضیاالحق ارغندیوال د یادو پلانونو آن لاین سیستم تشریح کړ او د ګټې اخیستنې د څرنګوالي په لارو چارو یې رڼا واچوله. د دې غونډې ګډونوالو د کابل ښاروالۍ له دې نوښت څخه ستاینه وکړه او د یاد سیستم د لا بډایه کولو په برخه کې یې خپل وړاندیزونه او نظریان شریک کړل. دوی ژمنه وکړه چې، د ښاري پلانونو د پلي کولو په برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي