
د کابل ښاروالۍ له لوري د غږیزې ککړتیا د مخنیوي او ناوړه پایلو په اړه یې د عامه پوهاوي لویه غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې چې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي مرستیال ډاکتر زین العابدین عابد، یو شمېر نورو مسئولینو، کسبه کارانو، ګذر وکیلانو، ځوانانو او دیني عالمانو ګډون کړی وو، د غږیزې ککړتیا د لاملونو او د دې ناوړه پدېدې څخه د مخنیوي د حل لارو په اړه خبرې وشوې. د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني په خپلو خبرو کې وویل: کابل ښار د افغانستان د پلازمېنې په توګه زموږ د کلتور ښکارندويي کوي او اړتیا ده چې، په لوړو او ناوړه غږونو خپل کلتور زیانمن نه کړو. نوموړي همدا راز زیاته کړه چې، غږیزه ککړتیا انساني ژوند له ګواښ سره مخ کوي او له اړوند ادارو څخه یې غوښتنه وکړه چې، په دې برخه کې خپل مسئولیتونه له کابل ښاروالۍ سره په همغږۍ اداء کړي. ورپسې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي مرستیال په خپلو خبرو کې وویل چې، لوړ غږونه د انسان په ذهن او جسمي حالت ناوړه اغیزه کوي. نوموړي زیاته کړه، د چاپېریال ساتنې ملي اداره به د کابل ښاروالۍ په ملتیا په دې برخه کې خپلې طرحې او پالیسۍ په ښه توګه پلې کړي. همدا راز د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې رئیس مولوي نجیب الله زاهد د غږیزې ککړتیا د مخنیوي په برخه کې د کابل ښاروالۍ پر فعالیتونو رڼا واچوله او ویې چې، په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د معدني اوبو او آیسکریم له تولیدي شرکتونو سره د غږیزې ککړتیا د کمښت په اړه غونډې ترسره شوې دي او له کابل ښار څخه څه باندې ۲۲ زره لوډسپیکرونه چې، د غږیزې ککړتیا لامل ګرځېدلي وو راټول شوي. د نوموړي په وینا؛ د غږیزې ککړتیا د مخنیوي په برخه کې د دوی د ټیمونو له خوا څارنې روانې دي. ورته مهال د غونډې نورو ګډونوالو دا ډول برنامې ګټورې وبللې او ژمنه یې وکړه چې، د غږیزې ککړتیا د مخنیوي په برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي


