الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د سړکونو شبکې د اصلاحي پلان او د پلانونو د زونینګ په اړه د ښاریانو د پوهې کچې د لوړولو په اړه د عامه پوهاوي برنامه ترسره شوه

 16662.jpg (1820 × 1024)

 کابل ښاروالۍ د سړکونو شبکې د اصلاحي پلانونو او د زونینګ پلانونو په اړه دا ځل د اتمې، نهمې، اتلسمې، نولسمې او یوویشتمې ناحیو اوسېدونکو لپاره د پوهاوي برنامه ترسره کړه. په دې ناسته کې د کابل ښاروالۍ مسؤلینو د ښاري پلانونو د اهمیت د څرګندولو تر څنګ، د سړکونو د شبکې اصلاحی پلان او د ناحیو زونینګ پلانونه د کابل ښار د منظم او دوامدار پرمختګ ستراتیژیک سند وباله. دوی زیاته کړه چې، یاد پلانونه په جغرافیایي معلوماتو سیستم (GIS) کې ثبت شوي، څو ښاریان وکولای شي په آسانه توګه د پروژو موقعیتونه، ځانګړتیاوې او شرایط وپېژني او ارزونه یې وکړي. دغه راز د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست یو کارپوه د ښاري مدیریت د ښه والي  او د پلان جوړولو په برخه کې د دې سیسټم د کارولو د څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې کړل.  د دې غونډې ګډونوالو  د کابل ښاروالۍ له دې نوښت څخه د هرکلی تر څنګ، د ښاري مدیریت د ښه والي او په اغېزمنه توګه د پلانونو د پلي کولو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل او له کابل ښاروالۍ سره یې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه. د یادونې وړ ده چې، کابل ښاروالۍ د ا- ا-ا مشرتابه د لارښوونې پر بنسټ، د کابل ښار د دوه ویشت ګونو ناحیو د اوسیدونکو لپاره د پوهاوي برنامې پیل کړي وې ترڅو دوی وکولای شي په دوامداره توګه د ښاري پلانونو په اړه معلومات ترلاسه کړي