الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د لومړي مکروریان له پله څخه تر پُل پاچا پورې د کابل سیند په څنډه کې د سړک جوړولو په اړه پوهاوی ورکړل شو

 16897.jpg (1820 × 1024)

د شپاړلسمې ناحیې اړوند د لومړي مکروریان له پُل څخه تر پُل پاچا پورې د کابل سیند په څنډه کې د سړک جوړولو پروژې د پلي کولو په اړه د استملاکي ملکیتونو مالکانو ته پوهاوی ورکړل شو. په دې برنامه کې د شپاړلسمې ناحیې رئیس مولوي محمد عارف کمالي او د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین هر یوه په خپلو خبرو کې د یاد سړک د اهمیت په اړه معلومات ورکړل او ټینګار یې وکړ چې، د دې مهمې زیربنايي پروژې په پلي کېدو کې د ښاریانو مرسته اړینه ده. دغو وینا والو د یاد سړک په اوږدو کې د استملاکي ملکیتونو له مالکانو غوښتنه وکړه څو هرڅه ژر د خپلو اړوند قانوني سندونو د اداري پړاونو د ترسره کولو په موخه، کابل ښاروالۍ ته مراجعه وکړي او د خنډونو د پاکولو په برخه کې دې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د استملاک ریاست کارکوونکي انجنیر مولودین بیک زاد د استملاکي لړۍ په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: د دې سړک په اوږدو کې (۶۹) ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې د استملاک قانون له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي. د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست د ډیزاین له مخې، دا سړک  چې (۱۲۰۰ ) متره اوږدوالی او (۲۰) متره سور لري، د یوه معیاري سړک ټول جزئیات پکې شامل دي. دا پروژه د ترافیکي بهیر د ویش او د سیمو د اقتصادي ودې په برخه کې مهم رول لري