الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د استقلال لېسې له زده کوونکو سره د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

 17131.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له لوري د استقلال لېسې له زده کوونکو سره د ښاري کلتور د دودولو او د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. په پیل کې د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي رئیس قاري واسع الله زاهد د دې غونډې د ترسره کېدو موخه، د هوا له ککړتیا څخه مخنیوی او د ښاري کلتور دودول یاد کړل او ویې ویل: نني نسلونه د روښانه راتلونکې ضمانت کوي او باید د ښوونځیو زده کوونکي د هېوادپالنې او د ښاري اصولو او مقرراتو په اړه پوهه ترلاسه کړي. نوموړي زیاته کړه چې، زده کوونکي باید له خپل ښار سره مینه ولري او د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي، د چاپېریال پاک ساتلو او د ښاري تاسیساتو د خوندي ساتنې په برخو کې فعال رول ولوبوي، څو د دوی کړنې په ښاري ژوند کې د نمونې په توګه یادې شي. ورته مهال د یادې لېسې ښوونکو د ښاري مسایلو په اړه د زده کوونکو د پوهاوي د کچې لوړول مهم او ارزښتناک وبلل او ویې ویل چې، د استقلال لېسې زده کوونکي به له کابل ښاروالۍ سره همکار پاتې شي او د ښاري پلانونو په پلي کولو کې به خپل مسئولیت په ښه توګه ادا کړي. د غونډې په لړ کې د ښاري مسایلو په اړه یو شمېر ویډیويي کلپونه نندارې ته وړاندې شول، د زده کوونکو لپاره د پوښتنو او ځواب زمینه برابره شوه او د ښاري کلتور اړوند یو شمېر مجلې هم ووېشل شوې