الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په درېیمه ناحیه کې دهوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په اړه د عامه پوهاوي برنامه ترسره شوه

 17192.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست، د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست او اړونده ناحیې له خوا په کابل ښار کې د هوا د ککړتیا د کمښت او د چاپیریالي روغتیا د خوندي ساتلو  په اړه،  په درېیمه ناحیه کې د سونا د تودوخې په سیستمونو کې د لوګي د تصفیې فلټرونو فعال ساتلو لپاره د پوهاوي برنامه ترسره شوه. په دې برنامه کې، د سونا مالکانو ته د کابل ښاروالۍ کړنلارې او مقررات تشریح شول او ټینګار وشو چې، د لوګي د تصفیې فلټرونه باید ژر تر ژره فعال او په دوامداره توګه دې ترې څارنه  وشي. دغه راز له دوی څخه وغوښتل شول چې، تصفیه شوي د ډبرو سکاره وکاروي او د لوګي تولیدونکو او ککړونکو توکو له کارولو څخه دې په کلکه ډډه وکړي.  همدا شان د سونا فعالیت کوونکو ته یادونه وشوه چې، د چاپېریالي مواردو سربیره دې روغتیایي او د چاپېریال ساتنې مسایلو ته هم ډیره پاملرنه وکړي ترڅو د ښاریانو روغتیا تضمین شي. د یادولو وړ ده چې، د لوګي د تصفیې له فلټرونو څخه باید هره ورځ او یا په اونۍ کې یو ځلي څارنه وشي او که چېرې په یاد سیستم کې کومه تخنیکي ستونزه رامنځته کېږي، هرڅه ژر دې رسېدنه ورته وشي