الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په شپاړلسمه ناحیه کې د رسټورانتونو فعالیت کوونکو ته د ښاري اصولو په اړه پوهاوی ورکړل شو

 17371.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له خوا د شپاړلسمې ناحیې د مسئولینو په همکارۍ د یادې ناحیې اړوند سیمو کې د رسټورانتونو فعالیت کوونکو ته د ښاري اصولو په اړه پوهاوی ورکړل شو. له دې برنامې څخه موخه، د ښاري اصولو او مقرراتو مراعاتولو ته د فعالیت کوونکو هڅول دي. پر فعالیت کوونکو ټینګار وشو چې، د خپل فعالیت په سیمه کې د کابل ښاروالۍ اصول او مقررات او همدا راز د چاپېریال ساتنې د برخې سپارښتنې په پام کې ونیسي.  دغه راز دوی ته خبرداری ورکړل شو چې، په پلیو لارو کې د توکو اېښودل او د ناقانونه تاسیساتو جوړول، ښاري سرغړونه ده او د تکرار په صورت کې به له جدي قانوني چلند سره مخ شي. کابل ښاروالۍ له ټولو متشبثینو غوښتنه کوي چې، د ښاري اصولو د رعایتولو او د منظم او پاک چاپېریال د رامنځته کېدو په برخه کې خپل مسئولیت اداء کړي