الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په څلورمه ناحیه کې د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په اړه پوهاوی ورکړل شو

 17413.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې او د خپرونو او عامه پوهاوي ریاستونو له خوا د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي او د چاپېریالي روغتیا د ساتنې په اړه د څلورمې ناحیې  اړوند سیمو کې د سوناګانو د تودخې سیسټم لپاره د لوګي د تصفیې فلټر د شتون او ګټو په اړه پوهاوی ورکړل شو. په دې برنامه کې فعالیت کوونکو ته د کابل ښاروالۍ د مقرراتو او کړنلارو په اړه معلومات ورکړل شول او ټینګار وشو چې هرڅه ژر دې د لوګي د تصفیې فلټر فعال او په دوامداره توګه ترې څارنه وکړي. ورته مهال له دوی وغوښتل شول چې، له تصفیه شویو ‌‌‌ډبرو سکرو څخه ګټه واخلي او غیر معیاري سون توکي ونه کاروي. دغه راز د سوناګانو فعالیت کوونکو ته خبرداری ورکړل شو چې، روغتیايي سپارښتنې او د چاپېریال ساتنې اصول په جدي توګه په پام کې ونیسي څو د ښاریانو روغتیا ته زیان ونه رسېږي