الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په یولسمه ناحیه کې د هوا د ککړتیا د کمښت او مخنیوي په اړه پوهاوی ورکړل شو


په کابل ښار کې د هوا د ککړتیا د کمښت او مخنیوي او د چاپېریال د پاک ساتلو په اړه د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې او د خپرونو او عامه پوهاوي ریاستونو له خوا او د یولسمې ناحیې په همکارۍ، د یادې ناحیې اړوند سیمو کې د سوناګانو او حمامونو فعالیت کوونکو ته پوهاوی ورکړل شو.
فعالیت کوونکو ته د کابل ښاروالۍ د اصولو او مقرراتو د مراعاتولو او د مرکز ګرمۍ سیسټم د لوګي د تصفیې فلټر د شتون او څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل شول او ټینګار وشو چې، د لوګي د تصفیې له فلټر څخه باید په دوامداره توګه څارنه وشي.
همدا راز له فعالیت کوونکو غوښتنه وشوه چې، له تصفیه شویو ډبرو سکرو ګټه پورته کړي او داسې سون توکي ونه سوځوي چې، د ډېر لوګي د تولید لامل ګرځي.
په همدې توګه د حمامونو او سوناګانو مسئولینو ته سپارښتنه وشوه چې، د خپل فعالیت په سیمه کې د چاپېریال پاک ساتلو او د ښاریانو روغتیا ته پام وکړي.
د یادونې وړ ده چې، د لوګي د تصفیې فلټر باید هره ورځ یا هره اونۍ کنټرول او پاک شي او د هر ډول تخنیکي ستونزې د حل په موخه دې پر وخت اقدام وشي.