
د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له خوا او د لسمې ناحیې د مسئولینو په همکارۍ د یادې ناحیې اړوند سیمو کې قصابانو ته د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې په اړه پوهاوی ورکړل شو.
په دې برنامه کې د روغتیايي اصولو په پلي کولو ټینګار وشو او قصابانو ته وویل شول چې خپله د اړتیا وړ غوښه له قانوني مسلخونو څخه ترلاسه او په عامه ځایونو کې د څارویو له ذبح کولو څخه ډډه وکړي، ځکه د دوی دا کار د بېلابېلو ناروغیو د خپرېدو او د چاپېریال د ککړتیا لامل ګرځي.
دغه راز قصابانو ته سپارښتنه وشوه چې، خپل د فعالیت جواز او روغتیایي کارت ترلاسه او همدا راز د فعالیت سیمه په معیاري تجهیزاتو سمبال کړي او د چاپېریال د پاک ساتلو او نظم په برخه کې دې خپل مسئولیتونه په سمه توګه اداء کړي.
د لسمې ناحیې اړوند سیمو کې د چابېریالي روغتیا په اړه قصابانو ته پوهاوی ورکړل شو


