
د اتمې ناحیې له لوري د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي او د ښاري تاسیساتو د ساتنې په اړه د یادې ناحیې د سیمه ایزو شوراګانو غړو ته د عامه پوهاوي برنامه ترسره شوه.
د اتمې ناحیې رئیس مفتي روح الله عثماني د دې برنامې موخه د هوا د ککړتیا کمول، د ښاري کلتور دودول او د مسئولیت منلو احساس ژوند کول وبلل او ټینګار یې وکړ چې، سیمه ایزې شوراګانې کولای شي د هوا له ککړتیا څخه په مخنیوي، سالم چاپېریال رامنځته کولو، د ښار د پاکۍ او د ښاري تاسیساتو د ساتنې په برخه کې مهم رول ولوبوي.
د برنامې په پای کې د سیمه ایزو شوراګانو غړو ژمنه وکړه چې، په راتلونکې کې له کابل ښاروالۍ سره همکاري لا زیاته کړه او د پلانونو او برنامو په پلي کولو کې به همکار و اوسي.
د اتمې ناحیې له سیمه ایزو شوراګانو سره د عامه پوهاوی برنامه ترسره شوه


