
د شپږمې او دیارلسمې ناحیې اړوند د چهاردهي له چهارقلعه څخه د برچي تر پُل خشک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو په اړه د یاد سړک په اوږدو کې د استملاکي ملکیتونو مالکانو ته پوهاوی ورکړل شو او له دوی وغوښتل شول چې، د دې مهمې پروژې د پلي کولو په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي.
په دې برنامه کې د شپږمې ناحیې رئیس مولوي عبدالخالق بدر، د دیارلسمې ناحیې رئیس مولوي عبدالصمد عابد، د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین او د استملاک ریاست استازي انجنیر یاسر صالح زاده په وار سره د یاد سړک پر اهمیت خبرې وکړې او له ښاریانو یې وغوښتل چې، د خپلو ملکیتونو د قانوني سندونو د اداري پړاونو ترسره کولو په موخه، هرڅه ژر کابل ښاروالۍ ته مراجعه وکړي او د خنډونو د پاکولو په برخه کې همکاري وکړي.
د دې سړک په اوږدو کې ۷۰۵ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د استملاک قانون له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي.
دغه راز د دیارلسمې ناحیې د ګذر وکیلانو شورا رئیس محمد طاهر خلیلي او د سیمې نورو اوسېدونکو د دې پروژې د پلې کېدو هرکلی وکړ او ویې ویل چې، د دې سړک په جوړېدو سره به نه یوازې دوی ته ګڼې ترانسپورتي آسانتیاوې رامنځته شي، بلکې په پلاني د غیر پلاني سیمو د بدلېدو په برخه کې به مهم رول ولري.
د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست د ډیزاین له مخې، دا سړک د چهاردهي له چهارقلعه څخه تر پُل خشک ( نخاس) پورې څه باندې ۵ کیلو متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري چې، عملي کارونه به یې ډېر ژر پیل شي.
د چهاردهي له چهارقلعه څخه د برچي تر پُل خشک پورې د نوي سړک د جوړولو په اړه پوهاوی ورکړل شو


