
د دویمې او څلورمې ناحیې اړوند د صدارت له څلورلارې څخه تر دهن باغ څلورلارې پورې د سړک د جوړولو او پراختیا د پروژې د پلي کېدو په موخه، د یاد سړک په دواړو غاړو کې د ملکیتونو مالکانو او هټیوالو ته پوهاوی ورکړل شو، څو د دې مهم سړک د جوړولو پروژې په پلي کېدو کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي.
په دې برنامه کې د دویمې ناحیې مرستیال مولوي عبدالرحیم محمدي، د څلورمې ناحیې مرستیال مولوي سید احمدشاه افضلي، د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د پوهاوي آمر محمد یاسین امین او د استملاک ریاست استازی انجنیر مولودین بیکزاد هر یو په وار سره د ښاري پرمختګ او د ښار په مرکزي سیمو کې د ترافیکي ګڼهګوڼې د کمښت په برخه کې د دې سړک د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ټینګار وکړ چې، د دې سړک په اوږدو کې د استملاک شویو ملکیتونو مالکان دې ژر تر ژره د خپلو قانوني سندونو د اداري پړاوونو د ترسره کول په موخه، کابل ښاروالۍ ته مراجعه وکړي او د دې پروژې د پلي کېدو پر وړاندې دې د شته خنډونو په پاکولو کې له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي.
دغه راز ټینګار وشو چې، د ملکیتونو مالکان او هټیوال دې خپلې معاملې تصفیه کړي، څو په راتلونکي کې له ستونزو سره مخ نه شي.
اړوندو مسئولینو یادونه وکړه چې، د دې سړک جوړول نه یوازې د ښار په مرکزي سیمو کې اقتصادي وده رامنځته کوي، بلکې هغو ښاریانو ته چې، له دې لارې تګ راتګ کوي، ځانګړی اهمیت لري.
د معلوماتو له مخې، د دې سړک په اوږدو کې ۱۳۵ ملکیتونه استملاک شوي دي چې، د استملاک قانون له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي.
د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست له خوا د جوړ شوي ډیزاین له مخې، د صدارت له څلورلارې څخه تر دهنباغ څلورلارې پورې سړک، د ۱۹۹۵ مترو په اوږدوالي او ۶۰ مترو سور سره ډیزاین شوی چې، عملي چارې به یې ډېر ژر پیل شي.
له صدارت څلورلارې څخه د دهن باغ تر څلورلارې پورې سړک د جوړولو او پراختیا په اړه پوهاوی ورکړل شو


