
د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له لوري د یولسمې ناحیې په اړوند سیمو کې قصابانو ته د چاپېریالي روغتیا ساتنې او ښاري اصولو په اړه پوهاوی ورکړل شو.
په دې برنامه کې د روغتیايي اصولو په پلي کولو ټینګار وشو او قصابانو ته سپارښتنه وشوه چې، د اړتیا وړ غوښه په قانوني مسلخونو کې چمتو کړي او د هټیو تر مخې او نورو منع شویو ځایونو کې د څارویو له ذبح کولو ډډه وکړي.
همدا راز دوی ته واضح شوه چې، مخکې د یو شمېر قصابانو سرغړونې د بېلابېلو ناروغیو د خپرېدو لامل ګرځېدلي دي؛ له دې امله ټول قصابان مکلف دي چې، د فعالیت معتبر جواز او د صحت کارت ترلاسه او د فعالیت سیمه د چاپېریال ساتنې په اړینو تجهیزاتو سمبال کړي. همدا راز له دوی غوښتنه وشوه چې، د یوه پاک، منظم او خوندي چاپېریال درلودلو په برخه کې خپل مسئولیتونه په سمه توګه اداء کړي.
د یولسمې ناحیې قصابانو ته د چاپېریالي روغتیا ساتنې په اړه پوهاوی ورکړل شو


