الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دولسمه او یو ویشتمه ناحیه کې د نوي نښلوونکي سړک د کار د پیل په اړه پوهاوی ورکړل شو


د کابل ښاروالۍ له لوري د دولسمې او یو ویشتمې ناحیې اړوند د څرخي پله بازار د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو پروژې د ښه تطبیق په موخه د یاد سړک په اوږدو کې د استملاکي ملیکتونو مالکانو ته پوهاوی ورکړل شو.
په دې برنامه کې د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین، د دولسمې ناحیې اداري مدیر نبي الله نبیل، د یو ویشتمې ناحیې اداري مدیر محمد نعیم خاکسار او د استملاک ریاست استازي انجنیر ذبیح الله عادل په خپلو خبرو کې د ښاري او ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا په برخه کې د یاد سړک د ارزښت په اړه معلومات وړاندې کړل. دوی د استملاکي ملکیتونو له مالکانو وغوښتل څو هرڅه ژر د خپلو اسنادو د پړاونو ترسره کولو په موخه کابل ښاروالۍ ته مراجعه وکړي.
د معلوماتو له مخې؛ د دې سړک په اوږدو کې ۱۳۰ ملیکتونه تر استملاک لاندې دي چې، د قانون او کړنلارې له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي.
ورته مهال د دولسمې ناحیې د ۱۹م ګذر وکیل زیارمل بابکرخیل او د سیمې یو شمېر نورو اوسېدونکو د دا ډول پروژو له پلي کېدو هرکلی وکړ او ویې چې، د دې سړک په جوړېدو سره به دوی ته ګڼې ترانسپورتي او ټولنیزې آسانتیاوې رامځته او د څرخي پله سیمې اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي.
د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست د ډیزاین له مخې؛ د څرخي پله بازار سړک چې، د دولسمې او یو ویشتمې ناحیې ترمنځ غځېږي ۱۴۱۰ متره اوږدالی او ۳۰ متره سور لري چې، په معیاري توګه ډیزاین شوی دی او چارې به یې ډېر ژر پیل شي.