
د ښاري اصولو او مقرراتو د پلي کېدو او د اصنافو د پوهاوي د کچې د لوړولو په موخه، د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له خوا او د څلورمې ناحیې په مرسته، د پوهاوي برنامه ترسره شوه.
په دې برنامه کې هټیوالو او د بېلابېلو اصنافو فعالیت کوونکو ته سپارښتنه وشوه چې، خپل فعالیتونه د ښاري اصولو، مقرراتو او د چاپېریال ساتنې د معیارونو مطابق تنظیم کړي او په پليو لارو او ګلدانونو کې د توکو له اېښودلو په کلکه ډډه وکړي.
دغه راز د کابل ښاروالۍ مسئولینو ټینګار وکړ چې، ټول اصناف مکلف دي د فعالیت معتبر جواز ولري او د سرغړونې په صورت کې به له هغوی سره قانوني چلند وشي.
د کابل ښاروالۍ کارکوونکي د ښار د روغتیايي او چاپېریالي وضعیت د ښهوالي، د اصنافو د فعالیتونو د تنظیم، د عامه هوساینې د تأمین او د ښاري نظم د ټینګښت په موخه، خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
د ښاري نظم د رامنځته کېدو په اړه د څلورمې ناحیې بېلابېلو اصنافو ته پوهاوی وکړل شو


