الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اتمې ناحیې نانوایانو ته پوهاوی ورکړل شو


د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له خوا او د اتمې ناحیې د مسئولینو په همکارۍ، د یادې ناحیې اړوند سیمو کې د چاپېریالي روغتیا ساتنې په اړه نانوایانو ته پوهاوی ورکړل.
په دې برنامه کې ټینګار وشو چې، نانوایان مکلف دي څو د خپل فعالیت په سیمه کې د چاپېریالي روغتیا ساتنې اصول او مقررات په پام کې ونیسي او د ډوډۍ پخولو پرمهال د غیر معیاري موادو له کارولو څخه ډډه وکړي، ځکه د نانوایانو بې پروايي د روغتیايي ستونزو د رامنځته کېدو لامل ګرځېدلی شي.
همدا راز ټینګار وشو چې، ټول نانوایان مکلف دي څو د فعالیت معتبر جواز او د کارکوونکو لپاره روغتیایي کارت ترلاسه او د فعالیت سیمه په معیاري وسایلو سمبال کړي.