الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.33 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د برچي له سړک څخه تر قلعه قاضي پورې د پُل خشک سړک د پراختیا په اړه پوهاوی ورکړل شو


د دیارلسمې ناحیې اړوند د برچي له سړک څخه تر قلعه قاضي پورې د پُل خشک سړک د جوړولو او پراختیا په اړه د یاد سړک په اوږدو کې د استملاکي ملکیتونو مالکانو ته پوهاوی ورکړل شو او له دوی وغوښتل شول چې، د دې مهمې پروژې د پلي کولو په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي.
په دې برنامه کې د دیارلسمې ناحیې د ښاري پراختیا آمر انجنیر منصور شیرزاد، د استملاک ریاست استازو انجنیر سلام الدین ادیب او انجنیر مولودالدین بېکزاد او د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین په خپل وار خبرې وکړې او د برچي سیمې د ګڼه ګوڼې د کمښت په برخه کې یې د یاد سړک ارزښت بیان کړ. دوی د سړک په اوږدو کې له میشتو ښاریانو وغوښتل چې، د خپلو ملکیتونو د سندونو د اداري پړاونو ترسره کولو په موخه هرڅه ژر کابل ښاروالۍ ته مراجعه وکړي او د خنډونو د پاکولو په برخه کې همکار و اوسي.
د دې سړک په اوږدو کې ۲۹۶ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د اصولو او کړنلارې له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي.
ورته مهال د دیارلسمې ناحیې د ګذر وکیلانو شورا رئیس محمد طاهر خلیلي د دې پروژې له پلي کېدو خوښي وښوده او ویې ویل چې، د دې سړک په جوړېدو سره به برچي سیمې اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي.
د کابل ښاروالۍ د ښاري زېربناوو ریاست د ډیزاین له مخې، د پُل خشک سړک ۲۳۷۶ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري چې، په معیاري توګه ډیزاین شوی دی او چارې به یې ډېر ژر پیل شي.