الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.33 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خواجه بغرا له سیمې څخه د قصبې تر دوه لارې پورې د نوي سړک په اړه پوهاوی ورکړل شو


د پنځلسمې ناحیې اړوند د خواجه بغرا له سیمې څخه د قصبې تر دوه لارې پورې د نوي سړک د جوړېدو په اړه د یاد سړک په اوږدو کې د استملاکي ملکیتونو مالکانو ته پوهاوی ورکړل شو او له دوی وغوښتل شول چې، د دې پروژې په پلي کېدو کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي.
په دې برنامه کې د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین، د استملاک ریاست استازي انجنیر سلام الدین ادیب او یو شمېر نورو ګډونوالو په خپل وار د یاد سړک د اهمیت په اړه خبرې وکړې. همدا راز د استملاکي ملکیتونو له مالکانو غوښتنه وشوه چې، د خپلو قانوني سندونو د اداري پړاونو د ترسره کولو په موخه، هرڅه ژر کابل ښاروالۍ ته مراجعه وکړي او د خنډونو د پاکولو په برخه کې همکار و اوسي.
د معلوماتو له مخې، د دې سړک په اوږدو کې ۴۰۲ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د کړنلارې او اصولو له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شوي.
د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست د ډیزاین له مخې، د خواجه بغرا له سیمې څخه د قصبې تر دوه لارې پورې دغه سړک ۳۸۴۰ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري چې، ډېر ژر به یې د جوړولو عملي چارې پیل شي.
د دې سړک په جوړېدو سره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي.
د یادونې وړ ده چې، دغه پروژه په پلاني د غیر پلاني سیمو د بدلېدو په برخه کې هم ځانګړی اهمیت لري.