الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.33 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خواجه ‌بغرا له ګولایي څخه تر قصبې دوه‌لارې پورې د نښلوونکې سړک په اړه پوهاوی ورکړل شو


د پنځلسمې ناحیې اړوند د خواجه ‌بغرا له ګولایي څخه تر قصبې دوه‌لارې پورې د نوي نښلوونکې سړک د جوړولو په اړه د یاد سړک په اوږدو کې د استملاکي ملکیتونو مالکانو ته پوهاوی ورکړل شو او له دوی وغوښتل شول چې، د دې مهمې پروژې د پلي کېدو په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي.
د پنځلسمې ناحیې مرستیال مولوي سراج‌الدین سعادتیار د دې سړک د اهمیت په اړه معلومات وړاندې کړل او له ښاریانو یې وغوښتل چې، د خپلو قانوني سندونو د اداري پړاوونو د بشپړولو په موخه دې ژر تر ژره کابل ښاروالۍ ته مراجعه وکړي.
همدا راز د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین او د کابل ښاروالۍ د استملاک ریاست استازي انجنیر سلام‌الدین ادیب په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې، د دې سړک په جوړېدو سره به د پنځلسمې ناحیې په ځانګړې توګه د خواجه بغرا او خیرخانې کوتل سیمې اوسېدونکو ته ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي
د مسؤلینو په وینا؛ د دې سړک په اوږدو کې ۴۰۲ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د کړنلارې او اصولو له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي.
د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست د ډیزاین له مخې به، دغه سړک د ۳۸۴۰ مترو په اوږدوالي او ۳۰ مترو په سور سره په معیاري او اساسي ډول جوړ شي.
د یادونې وړ ده چې، د دې برنامې په لړ کې د استملاکي ملکیتونو مالکانو ته د راپورته شویو اندیښنو په اړه د قناعت وړ ځوابونه ورکړل شول او دوی ته ډاډ ورکړل شو چې، د دوی حقونه به خوندي وي.