الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د سړک جوړونې د (۳) پروژو په اړه پوهاوی ورکړل شو


د یولسمې ناحیې اړوند د کوتل سړک په اوږدو کې د پنجصد فامیلیو له څلورلارې څخه د زرغونتیا تر ریاست ، له پنځه سوه فامیلیو څخه تر شتل سړک او پر دوام یې د هدیرې ( قبرستاني) تر سړک پورې د سړک جوړونې د پروژو په اړه پوهاوی ورکړل شو او د سیمې له اوسېدونکو وغوښتل شول چې، د دې پروژو په پلي کولو کې همکار و اوسي.
په دې برنامه کې د یولسمې ناحیې رئیس مولوي احمد قائد، د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین او د استملاک ریاست استازي محمد طاهر هر یوه په خپلو خبرو کې د دغو سړکونو جوړول او پراختیا د کابل ښاروالۍ له مهمو کاري لومړیتوبونو څخه وبلل. دوی زیاته کړه چې، مخکې د دې سړکونو د تنګوالي او خاموالي له امله، د اړوند سیمو اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ او له مناسبو ښاري خدمتونو بې‌ برخې وو.
دوی وویل چې، د دې سړکونو جوړول او پراختیا د کابل ښار د دوامدار او معیاري پرمختګ په برخه کې ځانګړی اهمیت لري او له ښاریانو یې وغوښتل چې، د خپلو ملکیتونو د اسنادو د پړاوونو بشپړولو لپاره ژر تر ژره کابل ښاروالۍ ته مراجعه وکړي او د خنډونو په پاکولو کې همکار و اوسي.
مسئولینو زیاته کړه چې، د دې سړکونو په اوږدو کې ۹۸ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د اصولو او کړنلارې له مخې به یې مالکانو ته مناسب بدیل حقونه ورکړل شي.
ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د دې پروژو له پلي کېدو هرکلی وکړ او ویې ویل چې، د دې سړکونو په جوړېدو سره به نه یوازې ترانسپورتي آسانتیاوو ته لاس رسی ومومي بلکې، په پلاني د غیر پلاني سیمو بدلېدو او د پایتخت ترمینل، سرای شمالي سیمې او نورو ورڅېرمه سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي.
د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست له خوا؛ د کوتل سړک په اوږدو کې له پنځه سوه فامیلیو څلور لارې څخه د زرغونتیا ریاست تر مخې پورې دا اصلي سړک د ۴۳۰۰ مترو په اوږدوالي او له پنځه سوه فامیليو څخه تر شتل او قبرستاني سړک پورې فرعي سړکونه د ۸۱۳ مترو په اوږدوالي او د ۳۰ مترو په سور سره په معیاري توګه طرحه شوي دي.